نړۍ

په عراق کې٦٠ تنه بنديان او د جيل ساتوونکي ووژل شول

بغداد- رويترز – باختر د زمري دمياشتې دويمه:-
دبغداد په شمال کې د بنديان د سپرلۍ په يو بس موټر په بريدکې ٦٠ تنه ووژل شول.
د رويټرز خبري آژانس د عراق د عدليې وزارت له خولې نن اعلام وکړ چې د دغه بريد په بهيرکې دبس موټر يو ٥١ بنديان او ٩ تنه ساتوونکي پوليسان ووژل شول .
عراق د همدې کال د جون د مياشتې په پيل کې د تندلارو ډلو د تاوتريخوالي په ډګر بدل شوى دى چې دغه کار په دغه هيوادکې سياسي کړکيچونه يې زيات کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته