-کابل باختر دکب شپاړلسمه :
په هرات کې دغير قانوني مهاجرتونو دکمښت مبارزه پاى ته ورسيده .
دغه مبارزه څه موده مخکې دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دځوانانو دچارو دامريت له خوا د دي ار سي موسسې په فني او تخنيکي همکارۍ سره پيل شوې وه .
ددغې ادارې دځوانانودچارو امر تواب مبارز خوښ دى چې په دې بريالى شوى دى چې دغه مبارزه په برياليتوب سره پاى ته ورسوي .
دمبارز دڅرګندونوله مخې، دغه مبارزه دورزشي لوبو اودرسنيو اودجوماتونو دمنبرونو له لارې دپوهاوي ورکولو دپروګرامونوپه قالب کې ترسره شوه.
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ