روغتیا

ايساف په پروان کې په روغتيايي برخه کې خپلې مرستې زياتوي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
په بګرام کې دايساف ميشتو ځواکونو پرون دپروان ولايت دعامې روغتيا رياست ته دمرستو دسپارلو په وخت کې دغه ولايت ته په روغتيايي برخه کې دخپلو مرستو د زياتوالي خبر ورکړ.
په بګرام کې دايساف دځواکونو قوماندان باختر آژانس ته وويل : ايساف په روغتيايي برخه کې له دغه ولايت سره خپلې مرستې زياتوي يوه اړونده خبرځاى وويل :دتيرو مرستو ترڅنګ داځلې دنورو دريو هيوادونو په همکارۍ مو ددغه ولايت له مرکز روغتون سره د اړتيا وړ يو شمير روغتيايي وسايلو او درملو مرسته وکړه او دغه مرستې به په راتلوونکي کې هم دوام وکړي.په همدې حال کې دپروان والي محمد عاصم عاصم ددغو مرستو له امله د خوښي په څرګندولو سره وويل : دغه مرستې پخوا محدودې وې او په پروان کې يې د روغتيا دبرخې اړتياوې نه لرې کولې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته