کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه :
دهرات ښار دزرګرانو اتحاديه دامنيت دتامينولو په لاره کې دپوليسو دهلوځلو له امله قدرداني وکړه .
دهرات ولايت د زرګرانو داتحاديې رييس او غړو ددغه ولايت له امنيه قوماندان پاسوال امين الله امرخيل سره په کتنه کې دهرات ولايت دپوليسو د پلانونو له امله چې دزياتو جرمونو دعاملينو دنيولو سبب شوي دي ، د ستاينې د لوحې په ورکولو سره قدرداني وکړه .
دوى وويل چې په دې وروستيو وختو کې دزرګرانو په برخه کې دغلا او دانسان تښتونې پيښې نه دي ليدل شوي .
دهرات ولايت امنيه قوماندان هم له خلکو او دهرات له کسبګرو څخه دمننې په څرګندولو سره وويل چې ترلاسه شوي برياليتوبونه دخلکو دبې دريغه همکاريو نتيجه ده .
ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل