فرهنګ

دحضرت محمد ( ص) ژوند په دوو ټوکو کې په روسيه کې خپور شو . ٣٢-کابل باختر دليندي دري ويشتمه

د اسلام  ستر پيغمپر  دژوند  احاديثو او رواياتو په ګډون دحضرت محمد ( ص)  ژوند دوه ټوکيزه  ټولګه دروسيې  د داغستان په جمهوريت کې خپور شوى دى .

  دداغستان  د(ريا) خبري اژانس دخبر له مخې، دغه کتاب دروسکي مير  دفرهنګي ټولنې له خوا خپور شوى دى .

 دحضرت محمد ( ص)  دژوند ټولګه په ښه جلد او په عالي کيفيت تدوين او داسلام دستر پيغمبر  له ژوند ، اثارو ، اوزده کړو سره دروسې  کتاب لوستونکو دبلدتيا په مقصد خپور شوى دى

 دروسې مير فرهنګي ټولنه چې دروسيې له ستر و فرهنګي ټولنو څخه ده. دروسى ژبې او ادبياتو دپراختيا او ساتنې په مقصد  دروسيې دصدراعظم  ولاديمير پوتين  له خوا جوړه  شوې ده او دنړۍ په  زياترو هيوادونوکې څانګي او فعاليت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته