اقتصاد

د مالیې وزیر د ولسې جرګې په استماعیه ناسته کې ګډون وکړ

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې١٠ مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن د ولسي جرګې په استماعیه ناسته کې ګډون وکړ.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې د اسیا زیربنایې پانګونې (AIIB)  په بانک کې د افغانستان په غړیتوب، له لسو سترو زیربنایې پروژو څخه د دغه بانک د ملاتړ، د امریکا په واشنګټن ډي سي کې د نړیوال بانک(WB) او د پیسو نړیوال صندوق (IMF) په کلنیو ناستو کې د ګډون، د وارسا کنفرانس په دوام په بلجیم کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي ملاتړ صندوق په ناستې، په سعودي عربستان کې د اسلامي پراختیایې بانک د ګډون او همدا شان چین، امریکا، بلجیم او سعودي عربستان ته د سفرونو پر مهال د څنډو په ناستو، د څارنې او همغږۍ (JCMB) بورډ د راتلونکي ناستې په اړه  د ولسي جرګې استازو ته هر اړخیز معلومات ورکړ شول.
همدا راز د ماليې وزير په روان مالي کال کې د مالیې وزارت پراختیایې بودیجې د لګښت په اړه چې تر اوسه ۳۱ سلنه لګېدلې، د ۱۳۹۶ مالي کال عوایدو په را ټولېدو، چې په ملي بودیجه کې ۱۵۳ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی، تر دې مهاله ۶۵.۲ میلیارده افغانۍ را ټولې شوي، چې د تېر کال په پرتله ۲ سلنه ډېروالی ښيي، هم معلومات ورکړل.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته