اقتصاد

په مټا خان کې د نهو ميليونو افغانیو په ارزښت پروژې پيل شوې

کابل باختر(د ليندۍ       اوومه)
د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د شاوخوا نهو میلیونو افغانیو په ارزښت د ملي پیوستون د ساتنې او څارنې پروګرام پیل شو.
د دغو رغنيزو پروژو له جملې څخه یوشمېر يې په دې ورستيو وختو کې پرانیستل شوې چې په سلګونو خلکو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.
د مټا خان ولسوال شایسته خان وایي: ((د دغو پروژو لپاره نهه ميليونه اووه سوه پنځه پنځوس زره درې سوه پنځوس افغانۍ ځانگړې شوي، چې د ملي پیوستون د ساتنې او څارنې د پروګرام له خوا ورکول کيږي چې اووه ویشت کليوالي شوراګانې به ترېنه ګټه واخلي.
دی وایي: په دې سره به له یوې خوا وزګارو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به هغه ستونزې چې د دې سيمې وګړي ورسره لاس او ګريوان دي يو څه راکمې شي)).
د سیمې پوه قومي مشر حاجي مموز باختر اژانس ته وویل: په مټا خان ولسوالۍ کې د جنګ  جګړو له امله د روغتیا،زده کړو او بیارغونې کارونه کم ترسره شوي.
ده له اړوندو مسولينو څخه وغوښتل چې په دغې ولسوالۍ کې دې د پوهنې، بیارغونې او روغتیایي کارونو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته