سیاست

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست معرفي شو

کابل / د لیندۍ ۷مه / باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت نوی سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شو.

په دې غونډه کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت د جیولوجي موزیم په تالار کې جوړه شوې وه؛ د ریاست الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر، دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د سترې محکمې رییس شیخ الحدیث عبدالحکیم حقاني، د سترې محکمې قضایي مرستیال شیخ الحدیث محمد قاسم ترکمن، د چارو ادارې لوی رییس مولوي احمد جان احمدي (بلال)، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د سرې میاشتې لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص، په ملګرو ملتو سازمان کې د افغانستان اسلامي امارت دایمي استازی سهیل شاهین، د عامې روغتیا تخنیکي مرسیتال ډاکټر عبدالباري عمر او شیخ القرآن و الحدیث عبدالحمید حماسي ګډون لاره.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ غونډه د ریاست الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په وینا پیل شوه.

ملا برادر د کانونو او پټرولیم وزارت نوي سرپرست ته د مبارکۍ ترڅنګ، هغه په چارو کې د لا بریا لپاره له څښتن تعالی څخه د بریالیتوب دعا وکړه.

وروسته د ریاست الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د نوي سرپرست وزیر لنډه بیوګرافي ګډونوالو ته وړاندې کړه.

همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت نوي سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له دغه ستر باور څخه مننه وکړه.

هغه وویل: الله پاک دې ماته د دې توفیق راکړي چې خپل وطن او ولس ته خدمت وکړم او زیاته یې کړه چې د افغانستان په هره تیږه کې د ټول ولس حق دی.

شیخ الحدیث دلاور همدارنګه زیاته کړه چې افغانستان د طبیعي زېرمو له مخې، د نړۍ په کچه تر ټولو بډایه هېواد دی، که چېرې دا زېرمې په مسلکي او قانوني ډول استخراج شي، نو کولای شي د هېواد لپاره یوه ستره اقتصادي سرچینه واوسي.

دلاور څرګنده کړه چې یواځې کانونه کولای شي چې افغانستان له موجوده حالت څخه راوباسی.

په همدې حال کې، شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کانونو او پټرولیم وزارت له ټولو تخنیکي او مسلکي کارکوونکو څخه وغوښتل چې د هېواد د دغو شتمنیو د مدیریت او مسلکي استخراج لپاره، په ګډه کار وکړي.

وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا