ټولنه

په کلکان ولسوالۍ کې ديوه پله دجوړولوکار بشپړ شو .

کابل باختر دمرغومي درې ويشتمه :
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دکابل ولايت دکلکان ولسوالۍ  داوسيدونکو دستونزو د لرې کولو په موخه نن په دغه ولسوالۍ کې ديوه پله دجوړولو کار بشپړ او ديوسړک دجوړولو کار يې پيل کړ .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داطلاعاتو مسوول حبيب بهزاد باختراژانس ته وويل چې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دکليوالي لارې جوړولو ، اوبو رسولو او د ساحوي سمون دملي پروګرامونو له لارې  په کلکان ولسوالۍ کې د ٥ر٦ کيلومترو په اوږدوالي ديوه سړک دجوړولو کار بشپړ  کړى او له دې سره جوخت   يې  په دغې ولسوالۍ کې د دولس اعشاريه  پنځومترو  په اوږدوالى  ديوه کانکريتي  پله دجوړولو کار پيل کړ .
ده وويل  ددغو پروژو په بشپړولو  سره دڅه ناڅه لسو زرو کورنيو  دتګ راتګ ستونزې به لرې شي .
ده زياته کړه دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت په پام کې لري دکلکان ولسوالۍ په دره اقا کلي کې ديوزرو درې سوه مترکاريز دجوړولوکار پيل کړي .  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته