سیاستخبرونه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

کابل / د لړم ۵ مه / باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد عیسی اخند په خپل کاری دفتر کې د ترکمنستان له سفیر عوضوف سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې ؛ په دې کتنه کې د ټاپي د پایپ لاین پروژه چې د دواړو هېوادونو لپاره یوه ستره او ډېره مهمه پروژه ده او په څو برخو وېشل شوې ده، چې پیل یې د ترکمنستان له پولې څخه کېږي او تر هراته رسیږي او بیا د افغانستان پنځو ولایتونو ته غځول کېږي، په اړه یې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: موږ له څه مودې راهیسې هڅې کوو او چمتو یو چې د ټاپي پروژې د کار او فعالیت د پیل ویاړ ترلاسه کړو او د امنیت په اړه به له اړوندو څانګو سره خبرو ته دوام ورکړو او موږ به تاسو ته دا ډاډ درکړو.
ښاغلي عوضوف د کانونو او پټرولیم وزارت رهبري وستایله او زیاته یې کړه چې د 2021 کال د اکتوبر له 30 څخه تر 31 پورې به د هغه هېواد څخه پلاوی افغانستان ته راشي چې 150 کیلو متره استملاک ځمکه، د بریښنا او ګاز پروژې رامنځته کړي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا