سیاست

مطبوعاتي اعلاميه

 کابل باخترلړم د مياشتې ١٠  نيټه  :
دامريکا  په نيويارک ښارکې  د تروريستي بريد په اړوند دافغانستان داسلامي جمهوريت  دبهرنيو چارو  وزارت  مطبوعاتي اعلاميه
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دامريکا د متحده ايالاتو په نيويارک ښارکې  هغه تروريستي بريد چې ديوه  باروړونکي موتر  په  واسطه  په  يوه  واټ کې  په خلکوترسره اودلسګونو تنو ملکي وګړود مرګ  ژوبلې سبب شو په کلکه غندي .دغه وحشيانه  بريدونه چې  د نړۍ  په  بيلابيلو سيمو کې له بيګناه  انسانانو  څخه قرباني اخلي  دګډ دښمن په توګه د تروريزم له کرغيړنې څيرې څخه پرده پورته کوي او د تروريستي ډلو او د هغوى  دملاتړ په وړاندې  دټولو هېوادونو ګډې مبارزې  او دريدو ته له پخوا  زياته اړتيا  محسوسوي.
دافغانستان د اسلامي جمهوري  دولت او خلک د دوست  هېواد  د امريکا متحده ايالاتو  دولت او خلکو په  تيره بيا  د دغه  بريد  د قربانيانو کورنيو ته دډاډګيرنې او همدردۍ دمراتبو  دڅرګندولو په ترڅ کې ټپيانو ته دسملاسي روغتيا هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته