امنیت

درې پنځوس تنه وسله ال طالبان ووژل شول

کابل – باختر باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
د هيواد امنيتي ځواکونو پرون د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ٥٣ تنه وسله وال طالبان ووژل.
د کورنيو وزارت مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو دغه فعاليتونه د ننګرهار، ارزګان، ميدان وردګو، لوګر او د خوست د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې ٥٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول، ١٢ تنه ټپيان او ١١ تنه نور يې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي .
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د هلمند، هرات، پکتيا، غزني ، کندز، پروان او د کونړ د ولايتونو په مربوطاتو کې ٢٨ ماينونه کشف او شنډکړل.
د يوبل خبرله مخې: د کابل پوليسو ١٢تنه د جنايي جرمونو په تور ونيول.
په دغو نيول شويوکسانو د غلا، د نشه يي توکو د قاچاق او د نشه يي توکو د پلورنې تور لګول شوى چې د کابل ښار له بېلابېلو ناحيو نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته