امنیت

د ملي امنیت سلاکار په مسکوکې له خپل روسي سیال سره وکتل

کابل_باختر د کب د مياشتې٢٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، پرون د روسیې د فدراتیف جمهوریت د ملي امنیت شورا له سکرتر نېکولای پېټروشوف سره وکتل.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې، په افغانستان کې د سولې او ثبات پر تامین او د دواړوهېوادونو ترمنځ د امنیتي او سیاسي اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.
په دې غونډه کې روسي لوري وویل چې له طالبانو سره یې وروستي تماسونه، د افغان حکومت پر مشرۍ د سولې پروسې ته د دې ډلې د هڅولو په موخه دي.
په دې کتنه کې، له افغانستان سره د روسیې د امنیتي همکاریو په اړه مفصلې خبرې وشوې او د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې د هلو ځلو په برخه کې ګډې اندېښنې شریکې او پر مشترکو تدابیرو موافقه وشوه.
د ملي امنیت سلاکار وویل، چې افغان دولت روسیه خپل مهم سیمه ییز متحد بولي او د ترهګرۍ ضد مبارزه، له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې، د سولې او ثبات تامین او د نشه یي توکو د له منځه وړلو په مبارزه کې یې هر اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري.
نوموړي، په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره، د روسیې د دولت د دې دریځ هرکلی وکړ چې مخالفې وسله والې ډلې یې د افغانستان دولت په مشرۍ د سولې خبرو ته هڅولي دي.
په دې کتنه کې، په مسکوکې د افغانستان لوی سفیر ډاکټرعبدالقیوم کوچي او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ګډون درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته