سیاستخبرونهامنیتTOP

د کورنیو چارو وزارت سرپرست کابل کې د اذربایجان له سفیر سره وکتل

کابل، د وري لومړۍ نېټه، باختر
د کورنيو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدين حقاني کابل کې د اذربایجان له سفير الهام محمدوف سره تعارفي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې کابل کې د ياد هېواد سفارت له پرانیستلو د هرکلي ترڅنګ د افغانستان او اذربایجان اړيکې د دواړو هېوادونو دیني، سیاسي او فرهنګي ارزښتونو پر بنسټ ولاړې وبللې او د لا پراختیا هيله يې وښوده.
ورته مهال د اذربایجان سفیر الهام محمدوف کابل کې د ياد هېواد د سفارت پرانيسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اقدام یاد کړ او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه په دیني او فرهنګي برخو کې ډېر شمېر ګډ ارزښتونه لري.
محمدوف افغانستان کې خوندي امنيت او له نشه يي توکو سره بریالۍ مبارزه د افغان حکومت لويې لاسته راوړنې یادې کړې او يادو برخو کې یې د اسلامي امارت هڅې وستایلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته