امنیت

دکندز ولايت يو دولتي کارکوونکى شهيد کړى شو .

کابل باختر دوږي شپږ ويشتمه :
دکندز ولايت يو دولتي کارکوونکى د ناپيژاندو سله والو کسانو له خوا شهيد کړى شو .
دکندز ولايت دخان اباد ولسوالۍ اجراييه امر قدرت الله صافي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې ناپيژاندو وسله والو کسانو پرون ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دکندز ولايت دمقام دبشري منابعو دمدير محمد اعظم دسپرلۍ په موټر ډزې وکړې او له امله يې  دى شهيد شو او ددغه ولايت دمقام داستخدام آمر ټپي شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه پيښه دخان اباد په ولسوالۍ  پورې اړوند دخواجه  پستې  په ساحه کې رامنځته شوه او يرغلګرو له ساحې څخه دتيښتې لاره غوره کړه او پوليسو دهغو ى دپيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته