کابل/دتلې۲۴مه/باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت نن په کابل کې د تنظيفي اشر کار ترسره کړ.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: دغه تنظيفي اشر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت د جمهوري رياست د چارو ادارې د مدني ټولنې د چارو رياست او د کابل ښاروالۍ د تنظيف رياست په همکارۍ د نادرپښتون واټ له ساحې څخه د کابل ښار د شاه دوشمشيره (ع) زيارت تر واټ پورې ترسره کړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين محمد اجمل شاهپور د دغه تنظيفي اشر په بهيرکې په داسې حال کې چې د جمهوري رياست د چارو ادارې د مدنې ټولنې رييس سېد حفظ الله فياض هم حاضر و؛ وويل: د دغه اشر د ترسره کولو موخه د خلکو ترمنځ د ښار د پاکولو د فرهنګ رواجول دي.
شاهپور زياته کړه چې رضاکاري په نړۍ کې يو منل شوى اصل دى او خلک د رضاکارانو تر عنوان لاندې په داوطالبانه ډول په بېلابېلو پرخو په تېره بيا د خپل ښار او چاپېريال په پاکولوکې په کار لاس پورې کوي.
هغه له نورو هېوادوالو څخه هم وغوښتل چې د ښار د تنظيف د اشر په کارونوکې کارنده ونډه واخلي او د اشر په ترسره کولو سره خپل چاپېريال او ښار د کثافاتو او اضافي توکو له شتون څخه پاک کړي.
په دغه تنظيفي اشرکې د ځوانانو چارو معينيت، د جمهوري رياست د چارو ادارې د مدني ټولنې چارو رياست او د کابل ښاروالۍ د تنظيف رياست کابو ١٥٠ رضاکارانو او منسوبينو ګډون لاره.
پاى ف ذ
0 1 دقیقه لوستل