سیاست

ستر جنرال عبدالرشيد دوستم هېواد ته راستون شو

کابل باختر دزمري د مياشتې ٣٠ :
دجمهوري رياست لومړى مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم چې څه موده  مخکې  دروغتيايي معايناتو دترسره کولو په موخه دترکيې جمهوريت ته سفرکړى و ، نن له غرمې مخکې  هېواد ته راستون  شو.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دحامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د کابينې ځينو غړو ، جګپوړو دولتي مقاماتو، دجمهوري رياست  دلومړي معاونيت ددفتررئيس او غړو ،دجمهوري رياست لومړي مرستيال ته هرکلى ووايه .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر  کې دباخترآژانس له خبريال  سره په خبرو کې وويل ؛  خوښ يم چې بيرته خپل ګران هېواد ته  راستون شوى يم  او ځان دخپلو ګرانو هېوادوالو ترمنځ وينم .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  زياته کړه ؛  دهېواد حالات مې  له هېواد څخه په بهرکې هم په  جدي توګه تعقيبول  او په هېواد کې دهر راز ناخوالو درامنځته کيدو له امله  مې انديښنه لرله  اوهيله لرم چې  اوسنۍ ناخوالې لرې شي او خلک  په بشپړه سوله او آرامۍ کې  ژوند وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته