امنیت

سيلاوونو په سمنګانوکې دوه تنه ووژل

کابل باختر د ثور ٢٢
په سمنګانو ولايت کې پرون مازيګر د سيلاونو د راوتلو له امله دوه تنه ووژل شول او زيات مالي تاوان واوښت .
د سمنګانو ولايت د بر دره صوف ولسوال احمد علي حسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغوسيلاوونوکې چې له سختو اورښتونو وروسته د دغې ولسوالۍ د يوشمېر کليو په مربوطاتوکې را ووتل؛ دوه تنه ووژل شول او د يوه کلي د يوه اوسيدونکي مړى پيژندل شوى او بل مړى نه دى پيژندل شوى .
  ده وويل چې د دغوسيلاوونو د راوتلو له امله د دغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې په څو کليوکې د استوګنې  په لسګونو کورونه ويجاړ شوي  او د بزګرانو کرنيز محصولات له منځه تللي دي .
په همدې حال کې د سمنګانو ولايت د خرم  سارباغ ولسوال قاري عبادالله مجاهد وويل چې په خرم سارباغ ولسوالۍ کې د استوګنې ٢٠ کورونه ، ٩ دوکانونه، کرنيز محصولات او د کرنې په لسګونو جريبه ځمکه ويجاړه شوې ده .
له بلې خوا هم د سمنګانو ولايت له پيښو سره د مبارزې  د تيارى  د ادارې رييس رجب علي يوسفي د دغوسيلاوونو د راوتلو له امله د سر اوښتي زيانونه اومالي تاوانونه تاييد کړل او ويې ويل چې د دغو سيلاوونو له امله د سر د اوښتنو زيانونو او مالي تاوانونو د څيړنې په موخه د ولسوالۍ له خوا د سروې هيئت ټاکل شوى او زيانمنو شويو سيموته استول شوى دى .
دا په داسې حال کې ده چې د سمنګانو ولايت د مرکز ايبکو او د دغه ولايت د حضرت سلطان روى دوآب او د کوز دره صوف د ولسواليو په مربوطاتوکې د وروستيو سيلاوونو له امله  اووه تنه وژل شوي او د استوګنې ١١٩کورونه په بشپړه توګه ويجاړ او کابو ٥٠٠ کورونه  په قسمي ډول زيانمن شوي و او له دې امله په زيانمنو شويوکسانو د دريو ملي او نړيوالو  بنسټونو له  لارې په لسګونو ټنه خوراکي توکي او لګښتي مالونه ويشل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته