نړۍ

دترکيې لنډ مهال حکومت تاييد شو .

انقره  باختر دوږې  اوومه :
دترکيې  جمهور رييس رجب طيب اردوغان ددغه هيواد دصدراعظم احمد داود اوغلو لنډ مهاله پيشنهادي کابينه تاييده کړې ده .
باختر اژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ. دکابينې زياتره غړي دعدالت او پراختيا ګوند ته  نږدې څيرې دي .
دلومړي ځل لپاره کردانو ته له نږدې ګوند  څخه دوه تنه وزيران دترکيې په نوى کابينه کې شامل دي .
داروپا دچارو وزير علي حيدر کنجا او دپراختيا وزير مسلم دوغان دخلکو ددموکراتيک کين لاسې ګوند غړى دى چې دترکيې دکردانو ترمنځ  پياوړي اډه لري .  سربيره پردې دصدراعظم مرستيال  دملي حرکت له ناسيوناليست ګوند څخه انتخاب شوى دى .
دعدالت او پراختيا دګوند ډير ستر سيال دخلکو جمهوريت غوښتوونکى ګوند دې ته نه دى حاضر شوى چې په دې لنډ مهال حکومت کې دې کوم وزير ولري .
ټاکل شوې ده بيا انتخابات دروان کال دلړم دمياشتې په لسمه نيټه ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته