خبرونهټولنه

په بغلان کې سلګونو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

 کابل/ د کب ٢٣ مه / باختر   

د بغلان د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست نن په څه د پاسه ٥٨٠ اړو کورنيو خوراکي توکي او د کور وسايل وويشل.

د بغلان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس مولوي شهزاده خالد باختراژانس ته وويل: دغه مرستې چې خيمې، ترپالونه، کمپلې، د پخلنځي لوښي، د ګازو ډبې، سطلونه، بوشکې، ژمنۍ جامې، صابون او خوراکي توکي په کې شامل دي، د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ  برابرې کړې وې  او پر٥٨٠ اړو کورنيو  وويشل شوې.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته