اقتصاد

پنځه ويشت مليونه ډالره ليلاميږي

کابل باختر د ليندي د مياشتې ٨ مه:
مرکزي بانک (٢٥) مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوې ده؛ ويل شوي دي: د افغانستان بانک د روان کال د لنيدي د مياشتې په ٩ نيټه د شنبې په ورځ (٢٥) مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوايې يومليون ٥٠٠ زره افغانۍ يې د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او دليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې حسابونه دې تر دوو ورځو پورې تصفيه کړي  .
له ټولوبرخه والوڅخه غوښتنه کيږي چې د داوطلبۍ فورمې دليلام د ورځو د سهارپه نهوبجو د بازار د عملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي اوپه نهه نيمو بجو دې بيرته وسپاري.
هغه صرافان چې تراوسه پورې يومليونو پنځه سوه زره افغانۍدتضمين په ليلامونوکې دګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .
ديادونې وړ بلل کيږي چې دمعاملوقسمي ترسره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټوونکي دخپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول اوپه حوالې سره په ټاکلې موده کې په  بانک کې تحويلې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته