ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې څلور تنه ووژل شول.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
دنيمروز ولايت په مربوطاتو کې تير ماښام ديوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ووژل شول او شپږ ديرش تنه نور ټپيان شول.
دنيمروز دوالي وياند احمد عرب دباختر آژانس خبريال ته وويل: په ميوند وردګ شرکت پورې اړوند يو ٣٠٣ ډوله موټر ددغه ولايت دمرکز زرنج دلاآرام په لويه لاره کې له واټ څخه ووت او چپه شو.
ده زياته کړه چې په دې پيښه کې څلور تنه شهيدان او د يوې ميرمنې او دريو تنو ماشومانو په ګډون شپږ ديرش تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته