سیاست

جمهور رئیس غني: افغانستان او تاجکستان مشترک تاریخ، فرهنګ، ژبه او ګټې لري

کابلباختر د غويي د مياشتې٢٢
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان پرون له غرمې مخکې په پلازمېنه دوشنبه ملت ماڼۍ کې ګډ خبري کنفرانس ته ویناوې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د تاجکستان جمهور رئیس یاد هېواد ته د جمهور رئیس غني لومړنی رسمي سفر د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا او د مناسباتو د لا پراختیا په برخه کې مهم وباله. هغه وویل، موږ به د دواړو هېوادونو په کچه دغه وړ سفرونه او لیدنې زیاتې کړو.
ښاغلي رحمان وویل، په راتلونکو دوه ورځو کې په تاجکستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار عملي پیل د سیمې په کچه زموږ د مشترکو او هدفمندانه هڅو او همکاریو څرګنده نښه ده.
هغه زیاته کړه، د دې پروژې تطبیق د سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري چې د سیمې د هېوادونو او ولسونو د ژوند په پرمختګ، هوساینه او ابادۍ کې به پام وړ اغېز ولري.
د تاجکستان جمهور رئیس د ترهګري، د نشه یي توکو د قاچاق او د نورو لویو جنایتونو پر ضد په سیمه ییزه او نړیواله همکاریو او ګډې مبارزې تینګار وکړ. هغه وویل، په نړۍ کې وروستیو بېلابېلو پېښو وښودله چې ترهګري، د نشه یي توکو قاچاق او افراطیت ګډ خطر دی.
امام علي رحمان په ټینګار وویل، تاجکستان له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او تخنیکي برخو کې د پراخو نړیوالو همکاریو غوښتونکی دی. هغه څرګنده کړه، چې افغانستان او تاجکستان په اوسنيو حالاتو کې ډېرې مشترکې ګټې لري چې د دواړو هېوادونو او ټولې سیمې د امنیت او ثبات د تامین او پرمختګ لپاره ګټورې دي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، افغانستان او تاجکستان مشترک تاریخ، فرهنګ، ژبه او ګټې لري او د همدغو مشترکو ګټو له برکته زموږ عمیق او عظیم فرهنګي علایق او اړیکې چې د یو څه وخت لپاره قطع شوې وې، د تاجکستان له خپلواکۍ وروسته بیا احیا شوې دي.
د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د راتلونکي په اړه د امام علي رحمان لیدلوری بااعتباره وباله او زیاته یې کړه، تاسو باور لرئ چې د افغانستان دولت او ملت به وتوانېږي چې ثبات، سوکالي او سیمه ییزه همکاري رامنځته کړي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، موږ د کاسا ۱۰۰۰ پروژې بشپړ ملاتړ کوو او افغانستان د کاسا ۱۰۰۰ په برخه کې ټولې شته ستونزې حل کړي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، کاسا یوازې پروژه نه، بلکې زموږ د ارادې نمونه، سمبول او نښه ده، چې وېشلې اسیا به بېرته سره ونښلوي. هغه زیاته کړه، د انرژي د تولید ملي نظامونه په پراخه سیمه ییزو چوکاټونو بدلېږي، تر څو د تاجکستان له بډايو طبیعي زېرمو څخه د ټولې سیمې د سوکالۍ لپاره ګټه واخلو.
جمهور رئیس غني وویل، تاجکستان او افغانستان د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تر څنګ د انرژي د تولید، انتقال او مصرف په برخه کې هر اړخیزې او دوامداره همکارۍ لري چې په دې برخه کې شته ظرفیتونو ته به لا انکشاف ورکړو.
جمهور رئیس څرګنده کړه، له جنوبي اسیا سره د تاجکستان د مواصلاتي ارتباطاتو تامینول زموږ له اصولي اهدافو څخه دي. هغه وویل،  څومره چې اقتصادي مناسبات پراخېږي نو همغومره د باور پیمانه زیاتېږي.
محمد اشرف غني وویل، د ورېښمو لار په حقیقت کې یو نظام وو چې د سیمې په کچه یې یو مشترک عظیم فرهنګ ایجاد کړ. هغه د ورېښمو د لارې د بیا احیا په ټینګار سره وویل، نن بیا هم په هغه کې د ارتباط لارې برابرېږي او زما عمده ټینګار په دې دی چې نورې فایبر یا اپټيک فایبر دې هم احیا شي تر څو هراړخېز اړیکې تامین شي.
جمهور رئیس غني وویل، ترهګري نه دین، نه سرحد او نه ملت پېژني. دا یو مشترک خطر دی او موږ له دغې شومې او نړیوالې پدیدې سره د مقابلې په لومړۍ کرښه کې یوو. د ترهګري دمحوه کولو لپاره زموږ حرکت او اراده هراړخيزه ده.
جمهور رئیس په ټینګار وویل، د ترهګري پر ضد مبارزه سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري، ټوله سیمه باید دې پایلې ته ورسېږي چې د حکومتونو پرځای د غیر دولتي بنسټونو تمویل د ترهګري د ښه او بد تفکیک موږ ټول زيانمن کوي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، که چېرې د تاجکستان او افغانستان تر منځ سرحدي همکاري او په دې برخه کې شوي اقدامات له چین سره درې اړخیزه شي، نو د باور یو لویه فضا به ایجاد شي او موږ په هر اړخیزه توګه د دې همکارۍ غوښتونکي یوو.
د هېواد جمهور رئیس همدارنګه د نشه یي توکو د قاچاق، ترهګري او افراطیت پر ضد د موثرې مبارزې لپاره د هغو د تمویلونکو منابعو په کشف ټینګار وکړ. هغه وویل ترهګر د بې ګناه خلکو خطر ته ژوند پېښوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته