ټولنه

په غور کې له جګړې څخه په لسګونو تښتېدلو کورنيو ته دخوراکي توکو ويش

کابل/ دليندې ١١مه / باختر :
په غور کې له جګړې څخه په لسګونو تښتېدلو کورنيو بشري مرستې ترلاسه کړې .دغه کورنۍ دغور ولايت ددولتيار ، چارسدې او شهرک په ولسواليو کې دطالبانو په ګډون دډآر اچوونکو ډلو دشتون او فعاليت په پايله کې له خپلو کورونو او مينوڅخه  تښتيدلي دي  او دغور دمرکزفيروزکوه ښار مربوطاتو ته يې پناه وړې ده  .
د غور رسنيز دفتر باختراژانس ته  دخبرپاڼې په لېږلوسره  وايي  چې په دې پړاو کې له جګړې څخه  په نږدې  سلو تښتېدلو کورنيو ته اوړه ، غوړي ، مالګه او دال  ويشل شوي دي .
   دغه مرستې  دنړى دخوراکي سازمان له لورې برابر او دغور دمهاجرينو دراستنولو دچارو دامريت په واسطه داړوکسانو په واک کې ورکړى شوي دي
ختم – ف _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته