امنیت

طالبانو يو ديني عالم ترور کړ

کابل   باختر دوږي دمياشتې  اولسمه نيټه  :
وسله والوطالبانو په هرات ولايت کې  يو ديني عالم ترور کړ.
دغه ديني عالم تيره شپه  دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې دوسله والو مخالفينو له خوا په مظلومانه ډول  شهيد کړاى شوى دى.
دهرات والي محمدآصف رحيمي دشينډنډ ولسوالۍ له مشايخو او سپين ږيرو سره په کتنه کې ددغه ديني عالم  دشهادت له امله دخواشينۍ دڅرګندولو په ترڅ کې ددغې پيښې دڅيړنې په خاطر يې يو هيئت موظف کړ.
دغه لوړ رتبه دولتي مقام  ټينګار کوي چې دولتي ځواکونه به   ددغه شهيد او دنورو شهيدانو  دوينې غچ واخلي .
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته