فرهنګ

دنړۍ دفيلسوف محمد صديق افغان په نامه خاص مډال په نړۍ کې جوړ شو

کابل باختر دليندي  اته ويشتمه
دانګلستان دکامبيريج دبيوګرافي نړيوال مرکز او دنړۍ دهنر او ساينس دارتباطاتو کانګرس چې دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه يو سلو يو اتيا پيژندل شوي پوهان  پکې شامل دي  ، دنړۍ فيلسوف  محمد صديق افغان دنړۍ ديو سلو يو اتيا هيوادونو ترمنځ دنړۍ د ٢٠١٢ ميلادي کال دميړني په توګه انتخاب کړى دى .
  دنړۍ دفلسفي رياضي دڅيړنيز مرکزعلمي او تحقيقي کار او فعاليتونو ته په پاملرنې سره له پرله پسې  تحليل او څيړنې وروسته  درايو په اتفاق فيلسوف  محمد صديق افغان د ٢٠١٢ ميلادي کال دميړني په توګه انتخاب کړ او دنړۍ دفيلسوف  محمد صديق افغان په نامه يې يو خاص مډال جوړ کړ چې دمډال په دواړو مخونوکې دغه متن ليکل شوى دى .
سربيره پر دې دغو علمي مرکزونو دمحمد صديق  افغان له خوا دنړۍ سترو او مستحقو پوهانو ته د مډال دورکولو واک هم ورکړى دى .
دغه راز دکامبيريج نړيوال علمي مرکز او دامريکا دماسا چوست نړيوال فدراسيون دنړۍ دفلسفي رياضي دڅيړنيز مرکز رييس او بنسټ ايښودونکي محمد صديق افغان او علمي هيئت  ته يې بلنه ورکړې ده ، په هغه نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړي چې د٢٠١٣ميلادي کال دجون دمياشتې له اته ويشتمې نيټې څخه دجولاي دمياشتې تر دريمې نيټې او د ٢٠١٣ کال دجولاي دمياشتې له دريمې نيټې څخه ترشپږمې  نيټې  پورې دامريکا  په متحده ايالاتو کې جوړيږي . دافغانستان دعلومو اکادمي دهيواد په تاريخ کې ددغه ستر اوبې ساري برياليتوب اووياړله امله دافغانستان عالي مقام او ټول ملت ته مبارکي وايي او دلوى خداى (ج ) له دربار څخه دنړۍ دفيلسوف محمد صديق افغان دزياتوبرياليتوبونو هيله کوي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته