ټولنه

په هرات کې يو سړى خپله ميرمن د ډبرو په ګوزارونو سره ووژله .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
  تيره شپه دهرات په ولايت کې  يوه سړي خپله ديرش کلنه  ميرمن له ناندرو وروسته په خپل کور کې ووژله .
دهرات ولايت دپوليسو وياند عبدالروف  احمدي  دباختراژانس خبريال ته وويل ميرمن ثريا له خپل ميړه سره له ناندرو وروسته سخته ووهل شوه او وروسته دخپل ميړه له خوا د ډبرو په پرله پسې ګوزارونوسره ووژل شوه .
  ثريا داسلام کلا دديارلسم سمت په نامه د سيمې اوسيدونکي  وه چې دوژنې اصلي انګيزه  يې تراوسه نه ده معلومه .
خبرځاى زياته کړه  ددغې ميرمن ميړه غلام سخي له خپل ورور  اومور سره دپوليسو له خوا نيول شوى او تحقيقات ترى پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته