اقتصاد

د افغانستان او پاکستان د مالیی د وزیرانو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا باندی موافقه وشوه

کابل باختر د وږي دمياشتې ٤ :
د افغانستان د مالیی د وزیر حضرت عمر زاخیلوال او د پاکستان د مالیی د وزیر محمد اسحاق ډار لخوا نن د افغانستان د جمهورریس حامدکرزی او د پا کستان د صدراعظم میانواز شریف په حضورکی د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو شمیر اقتصادي پروژو او همکاریو د پراختیا  سند  لیک لاس لیک شو.
دجمهوررييس دويندوى  مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  خبر ورکړ :
د دغه سند  له مخی به افغانستان او پاکستان په ګډه د کونړ د سیند له پاسه د بریښنا بند جوړوي چی له بشپړیدو  وروسته به دواړه هیواد ونه د دغه بند له بریښنا څخه ګټه اخلي.
همدا راز د دغه سند له مخی به  د چمن – کندهار او پیښور – جلال آباد ترمنځ د اوسپنی پټلی د غزولو چاری ګړندی شي.
د دی سند په اساس  به پاکستان په افغانستان کی خپلی ټولی نا بشپړی پروژی بشپړوي چی د تورخم – جلال آباد د دوهم سړک د چارو بشپړول هم پکی شامل دي.
افغانستان به له تاجکستان او قرغزستان څخه د خپلی خاوری له لاری پاکستان ته د بریښنا د مزو د غزولو او منځنی اسیا ته د پاکستان د سوداګریز توکو د لیږد لپاره لازمی آسانتیاوی برابری کړي.
د دغه سند له مخی به له پیښور څخه تر کابله پوری موټر وی امتداد پیدا کړي  او د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترازیتي او ترانسپورتي  ستونزی به  په دوه اوونیو کی حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته