سیاستخبرونهTOPښوونه او روزنه

قزاقستان افغانستان ته تحصیلي بورسونه ورکوي

کابل / د تلې ۲۵ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر نن له غرمې مخکې د بین المللي همکاریو په چارو کې د قزاقستان د جمهور رییس له ځانکړي استازي یرجان قاضي ‌خان او مل پلاوي سره وکتل.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر وویل: اسلامي امارت غواړي چې له قزاقستان سره دوستانه اړیکې ولري.

هغه له بین المللي ټولنې وغوښتل چې د افغانانو کنګل شوې شتمني باید دوباره د افغانستان ملت ته وسپاري.

برادر زیاته کړه: که افغانان بې وزله شي له امله به یې پر نوره نړۍ په ځانګړي ډول ګاونډيو هیوادونو منفي اغېز پرېوځي.

مرستیال وویل چې اسلامي امارت له له ټولې نړۍ او ګاونډیو هیوادونو سره مخلصانه او دوستانه اړیکې غواړي.

هغه د قزاقستان له دولت مننه وکړه چې افغان محصلینو ته یې د تحصیل زمینه برابره کړې او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت په یاده برخه کې د لازیاتو همکاریو غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د بین المللي همکاریو په چارو کې د قزاقستان د جمهوررییس ځانګړي استازي د اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال ته له افغانستان سره د پنځه زره ټنه اوړو ژمنه وکړه ویې ویل: افغانستان د قزاقستان نږدې دوست او ملګري هېواد دی او څرګنده یې کړه چې قزاقستان افغانستان په دغو سختو شرایطو کې یواځې نه پرېږدي.

یرجان قاضي ‌خان وویل چې د سفر موخه یې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو عادي کول دي او قزاقستان به له افغانستان سره په بشردوستانه او اقتصادي برخو کې خپله همکاري لازیاته کړي.

د بین المللي همکاریو په چارو کې د قزاقستان د جمهور رییس ځانګړي استازي وویل چې امکاناتو ته په کتو به افغان محصلینو ته د لازیاتو تحصیلي بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.

ن/ر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا