کابل باختر دتلې دمياشتې ١٨ :
د کرنې اوبو لګولو وزارت په یوه وخت د هېواد په ۳۴ ولایتونوکې د ۱۰ زره متریک ټنه اصلاح شويو کرنیزو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړه او په پام کې ده چې دغه کرنیز غنم په ټول هیواد کې ۲۰۰ زره اړو کروندګرو ته ورکړل شي.
د دغه غنمو د ويشلو په ترڅ کې به ۴۰۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه د کښت تر پوښښ لاندې راشي او مالي لګښت یې ۶ میلیونو ډالرو ته رسیږي چې د کرنې اوبو لګولو وزارت له خوا ورکول کیږي.
د یادونې وړ ده چې د غنمو هره یوه بوجۍ کروندګرو ته د ۷۲۶ افغانیو په بدل کې برابره شوې ده.
د کرنې اوبو لګولو وزارت سرپرست او نوماند وزیر نصیر احمد "دراني" د دغو اصلاح شویو کرنیزو غنمو د وېش په لړ کې وویل:" تمه کیږي چې د راتلونکي کال په بهيرکې په هغو سیموکې چې اصلاح شوي کرنیز تخمونه کرل شوی دي؛ د غنمو د حاصلاتو کچه په سلوکې له ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې زیاته شي.
د کرنې اوبو لګولو وزارت د روان کال د پروګرام په اساس به یاد اصلاح شوي کرنیز تخمونه د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ۳۷۱ ولسوالیو کې ووېشل شي او له دغو غنموڅخه به هر ولایت ته د شته کرنیزې ځمکې او کروندګرو ته د ټاکل شوې برخې په ترڅ کې ورکړل شي.
روان کال چې کوم اصلاح شوی غنم ویشل کیږي، د دولت لخوا د ۶۰ سلنې بلا عوض (سب سایدی) او د کروندګرو د ۴۰ سلنې برخې په اخیستو سره برابر شوي دي".
په کابل کې د ویشل شویو اصلاح شویو کرنیزو غنمو د ویش اندازه ۲۰۰ متریک ټنه ده او ددې ولایت د ۱۴ ولسوالیو په ۴زره کروندګرو به وویشل شي.
هغه کروندګر چې د روان کال په لړ کې د غنمو اصلاح شوی کرنیز تخم تر لاسه کوي، تر راتلونکو ۵ کلونو پورې به بیا ددې اړتیا نه لري، چې د دوهم ځل لپاره دې غنم ورکړل شي او دوی کولای شي چې هر کال له دغو غنمو څخه د لاسته راغلو حاصلاتو په صورت کې د کښت لپاره یوه اندازه غنم وساتي. #
پاى_ج
1 1 دقیقه لوستل