امنیت

له طالبانوڅخه د لښکرګاه ښار د پاکولو لپاره عمليات پيل شول

کابل / د زمري ١٩مه / باختر:
د ٢١٥ ميوند قول اردو منسوبانو له وسله والوطالبانو څخه د لښکرګاه ښار د پاکولو عمليات پيل کړل.
د ٢١٥ قول اردو قوماندان جنرال سميع سادات رسنيو ته وويل؛ د هلمند مرکزلښکرګاه ښار د پاکولوعمليات ترهغه وخته پورې چې ټولې سيمې د دولت ترکنترول لاندې را نشي دوام مومي.
هغه زياته کړه: ډېر ژر په لښکرګاه ښارکې امنيتي وضعيت ښه کېږي او خلک به خپل عادي ژوند ته مخه وکړي.
د لښګرګاه اوسيدونکي وايي له دوو اوونيو را په دې خوا خلک خپلو کورونو کې بند پاتې دي او د جګړو له امله له خپل کورونو نشي وتلي تر څو خپل ټپيان روغتونونو ته ولېږدوي او ځانته خوراکي توکي برابر کړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته