امنیت

په بلخ کې دناپيژاندو کسانو په بريد کې يو خبريال ټپى شو .

کابل باختر دوږې  اوومه :
په بلخ ولايت کې د بيدار ددولتي ورځپاڼې خبريال  پرون دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ټپى شو .
دبيدار ورځپاڼې  په خبريال  قاسم مظفري  پرون په مزارشريف ښار کې  بريد وشو او ټپى شو .
  دبيدار ددولتي ورځپاڼې مسوولينو  دباختراژانس خبريال ته وويل په دغه خبريال  دمزارشريف ښار دمامورينو په کارته کې  دچړې ګوزارونه وشول او ټپى شو .او لاتراوسه پورې  ددغه بريد  دليل  نه دى روښانه شوې .
  دبيدار ورځپاڼې مسوول مدير  بيژن برناوريچ له امنيتي ځواکونوسره  په اړيکه کې دى چې ديرغلګرو هويت معلوم شي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  دبيدار ورځپاڼې  په خبريال قاسم مظفري  دبريد دغندلو په ترڅ کې  له عدلي او قضايي ارګانونوڅخه  وغوښتل  چې  له امنيتي ارګانونو او له عدلي او قضايي  بنسټونو څخه وغوښتل  چې ددغې پيښې  دعاملينو او ياعامل په نيولو اقدام وکړي او دقانون منګولو ته يې وسپاري اومجازات کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته