امنیت

دافغانستان په ختيځ دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو له امله درې تنه شهيدان شول.

کابل باختردزمري دمياشتې  ٩ :
دافغانستان دختيځ په ځينو سيمو تيره شپه او نن سهار  دپاکستاني پوځيانودراکټي بريدونوله امله ديو ماشوم په ګډون درې تنه شهيدان   او دوه تنه نور ټپيان شول.
په دغو ملکي وګړو د کونړ او نورستان دولايتونو دکامديش او دانګام په ولسواليو کې ددوى په کورونو کې  بريدونه وشول .
دکونړولايت د دانګام ولسوالۍ يو سيمه ييز مسوول دباختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې تائيد کړه  چې دپاکستاني پوځيانوله خوا په دغې ولسوالۍ کې  ديو توغول شوي توغندي دلګيدوله امله   ديو کوچني ماشوم په ګډون دوه تنه شهيدان شوي دي.
له بلې خوا دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو قوماندان وايي چې دنورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې  د دوو توغول شويو توغنديو دلګيدو له امله يو تن شهيد او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
درارسيدلو خبرونوله مخې : پاکستاني پوځيانو  دنيکمرغه کوچني اختر په ورځو کې   خپلو راکټي بريدونو ته زور ورکړى دى  .
دکونړولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل وايي چې دنيکمرغه   کوچني اختر په ورځو کې څه ناڅه څلويښت توغندي  ددغه ولايت په بيلابيلو سيمو لګيدلي .
دافغانستان په ختيځ  کې کليوالي اوسيدونکو دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه وغندل او ويې ويل  چې پاکستاني پوځيانو له کوم دليل پرته  آن  دروژې دمبارکې مياشتې په بهېرکې او دنيکمرغه کوچني اختر په ورځو کې هم په بيګناه انسانانو رحم ونه کړ.        

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته