ټولنه

داندراب _ خنجانو سړک دپخولو کار بيا پيل شو

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٣ :
داندراب  او خنجان  ترمنځ دسړک دپخولو کار  بيا پيل شو.
ددغې پروژې دعملي کولو کار چې له څه مودې  را په دې خوا ځنډول شوى و
  نن  بيا پيل شو.
دبغلان ولايت دفوايد عامې رييس صبغت الله کاظمي دباخترآژانس خبريال  ته وويل  : دخنجانو تر ولسوالۍ پورې داته ديرشو کيلومترو  په اوږدوالي داندراب دبنو ولسوالۍ  دسړک   دپخولو کار چې دپيسو دنه ورکولو په نسبت کار يې ځنډول شوى و ،  دستونزې په حل کيدوسره چې شپاړلس مليونه امريکايي ډالره پکې شامليږي بيا له سره پيل شو.
دبنو ولسوال عبدالولي حميدي ددغې پروژې دکار بيا پيل  ديوې مهمې او اساسي پروژې په توګه وبلله  او دفوايد عامې له وزارت څخه يې وغوښتل   چې په برياليتوب سره ددغې پروژې دتطبيق په برخه کې  تطبيقونکي شرکت ته  لازمې آسانتياوې برابرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته