۱۰۰ ورځې

له ډاکتر عبدالله سره دحزب اسلامي او داتحاد اسلامي د څو تنو قوماندانانو ملاتړ .

کابل باختر دغبرګولي يو ويشتمه :
په پکتيا ولايت کې دحزب اسلامي  او داتحاد اسلامي څو تنو قوماندانانو دجمهوري رياست په انتخاباتو کې دډاکتر عبدالله عبدالله له نوماندۍ سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
  ددغو دوو ګوندونو قوماندانانو ډاکتر فضل  ربي او اکبر اکبر د پکتيا ولايت په مرکزي ګرديز ښار کې په يوه غونډه کې وويل چې د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ داصلاحاتو او همغږي ټيم دپروګرامونو له مطالعه کولو وروسته دې نتيجې ته ورسيدل چې دغه ټيم کولاي شي افغانستان داقتصادي پرمختګ او سوکالۍ په لور رهبري کړي .
  په دې غونډه کې په پکتيکا ولايت کې مخور مشر داود ځاځي هم دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتو کې دډاکتر عبدالله له نوماندۍ سره خپل ملاتړ څرګند کړ او له خپلو پلويانو څخه يې وغوښتل چې  په دې پړاو کې خپلې راى دده په ګټه  وکاروي .
دحزب اسلامي  قوماندان ډاکتر فضل ربي او داتحاد اسلامي قوماندان اکبر اکبر په دې غونډه کې وويل چې داصلاحاتو اوهمغږۍ په ټيم کې دبيلابيلو جهادي ډلو دروښانفکرانو  دټولنې ، دمدني ټولنې دبنسټونو او دسياسي ګوندونو  شتون دغه ټيم  په پراخ او وګړني ټيم بدل کړى دى . دوى وويل چې دجمهوري رياست  په  راروانو انتخاباتو کې د ډاکتر عبدالله دبرياليتوب په صورت کې به افغانستان په پرمختګ او ترقي برلاس شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته