امنیت

دطالبانو يو مشهور قوماندان له پنځلسو تنو تروريستو طالبانو سره ووژل شو.

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٧  :
دصاعقه حصارک  په نامه دګډو محاربوي او چاڼيزو عملياتو په بهيرکې  دوسله والو طالبانو دډلې يو مشهور قوماندان  له پنحلسو تنو افرادو سره يې  ووژل شو.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو  دقوماندانۍ دفتر  باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دحمزه په نامه  دوسله والو طالبانو دډلې يو مشهور قوماندان  دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دننګرهار ولايت  دحصارک ولسوالۍ دپاکولو په موخه  د  ٢٠١ سيلاب قول اردو ، ملي پوليسو ، سيمه ييزو پوليسو ، ملي امنيت او دعامه نظم دمنسوبينو په ګډو  هلوځلو سره   په ګډو چاڼيزو عملياتو کې چې پرون پيل شوي و ، او تراوسه پورې دوام لري وژل شوى دى.
دننګرهار ولايت تر حصارک ولسوالۍ پورې  دجګدلک دلارې په غاړو کې يوشمير پراته کلي  پاک شوي  او دوسايطو  ضد څلور ماينونه کشف اوشنډ کړاى شوي دي .
په دغو عملياتوکې  چې  دهوايي ، توپچي  او ځمکنيو قوتونو په ملاتړ ترسره
شول  د حمزه په نامه دوسله والو  طالبانو دډلې  ديوه مشهور قوماندان په ګډون  ددولت پنځلس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي  او ددښمن دوه ډاتسون ډوله ليږدونکي وسايط ويجاړ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته