سیاستخبرونهTOP

متقي: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي نشتون له امله د افغانانو حقوق تلف شوي دي

کابل / د وري ۲ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نن د یوناما له مشرې اغلې دیبورا لاینز سره وکتل.

په دې کتنه کې پر بشري مرستو او حقونو، انکشافي پروژو، بانکي سکتور، اقتصادي ودې او پر ګڼو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

آغلې لاینز وویل چې د امنیت شورا په تېره غونډه کې یې د افغانستان په اړه مثبت راپور وړاندې کړی چې دا د نوي حکومت د پرمختګ او لاسته راوړنو ښکارندويي کوي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې  د یوناما د ماموریت له یو کلن تمدید څخه تمه دا ده چې د افغانستان لپاره مثبتې پایلې ولري، د بشري مرستو ور ها خوا په سیاسي برخو کې هم اغېزمن ګامونه واخلي. په خبره یې د نوي حکومت په رسیمت  پېژندلو، پر شخصیتونو او اقتصادي برخو کې د بندیزونو لري کولو سره به د افغانانو اساسي حقوق خوندي کړل شي.

ښاغلي متقي وویل چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي نشتون  په کور دننه او بهر د افغانانو د حقونو تلف ته زمینه برابره کړې ده او تر پښو لاندې شوي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته