سیاست

محمدکريم خليلي دامريکا له سفير سره وکتل

کابل باختردچنګاښ  دمياشتې ١٩ :
په کابل کې دامريکا سفير جيمز کننګهم نن له غرمې مخکې  دجمهوررييس له دويم مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس  ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې  چې دافغانستان لپاره دامريکا دځانګړي استازي جيمز دابينز ځاى  ناستى هم  حاضرو   په کابل کې دامريکا سفير  دجمهوري رياست  دانتخاباتو  په دواړو پړاونو کې   درايو صندوقونو ته  دافغانستان  دخلکو دپراخ ګډون  دستاينې په ترڅ کې دانتخاباتو په لاره کې دموجودو ستونزو  دحل لپاره   دجمهور رييس    دمرستيالانو  دهلوځلو له امله يې  قدرداني وکړه .
ده  په دې بيان سره چې دانتخاباتو دمسلې په باب  دقانون پرخلاف هر راز اقدامات
به دامريکا ددولت   او دافغانستان  دنړيوالو همکارانو  دمنلو  وړ نه وي  ، وويل  :
متبوع دولت يې  دانتخاباتو دبهېر اوپه هغه کې  دشفافيت دتامينولو ملاتړکوي.
ده دغه راز وويل :   چې له  پاکولو څخه دناپاکو رايو دتفکيک په لاره کې بايد  دقانوني  ميکانيزمونو له لارې  وڅيړل شي  اوپه نتيجه کې په افغانستان کې دملي مشارکت يو حکومت  جوړشي .
وروسته  دجمهوررييس مرستيال  محمد کريم خليلي   دجمهوري رياست دانتخاباتو په لاره کې دموجودو ستونزو دحل کولو په باب دامريکا ددولت   له هلوځلو څخه قدرداني وکړه  او دې ته په اشارې سره   چې دانتخاباتو شفافيت يو اصل دى ، له قانوني لارو   له پاکو څخه دناپاکو رايو پر تفکيک باندې ټينګار وکړ
او څرګنده يې کړه :  چې له قانون  څخه   لوړ اقدامات  به  په افغانستان کې دديارلس کلنې واکمنۍ  هلې ځلې  له چلنج سره مخامخې کړي.
دجمهور رييس مرستيال  دافغانستان دخلکو رايو ته  په درناوي  ټينګار وکړ او ويې ويل :  که چيرې دهېواد اتباع  دخپلو رايو نتيجه ونه ګوري په هېواد کې دموکراسي   له ډب سره مخامخ کيږي اوپه پاى کې دا  بنسټپالنه  او ددولت  وسله وال مخالفين دي  چې له دغه شان حالت څخه ګټه  وړي .
دجمهور رييس مرستيال  په هېواد کې  دپراخ بنسټه  حکومت په   جوړولو ټينګار وکړ او ويې ويل :  چې دجمهوري رياست  دواړه نوماندان  دهېواد  دلوړو  ګټو په نسبت  هغه درک او زړه سواندى لري  چې دبحران په لور  دافغانستان  دتلو مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته