سیاست

صلاح الدین رباني: ډار اچونه ستر نړيوال ګواښ دى

کابل / باختر /د سلواغې دمياشتې ٢٩نيټه    
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په کابل کې د هند جمهوريت له  سفير ويجي کمار سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړیکو دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هند سفير په جمو او کشمير کې د تروريستي بريد د غندنې او د هند جمهوريت له خلکو سره د خواخوږۍ په خاطر د افغانستان د اسلامي جمهوريت د خلکو او دولت   د ډاډګيرنې له امله قدرداني وکړه.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير هم ډار اچونه يو ستر نړيوال ګواښ وباله او له تروريزم سره يې د ټولو هېوادونو د جدي مبارزې غوښتنه وکړه .
دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو، سيمه ييزو همکاريو، له ډار اچونې سره د مبارزې، د افغانستان، هندوستان او چين د درې اړخيزو همکاريو د پراختيا، د سولې د خبرو اترو، د جمهوري رياست د انتخاباتو او د سولې د مشورتي لويې جرګې د جوړولو په باب خبرې اترې وکړې.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته