ټولنه

د پروان په سيدخيلو ولسوالۍ کې د څو پرمختيايي پروژو کار پيل شو

کابل -باختر دکب څليرويشتمه :
د پروان ولايت په سيدخيلو ولسوالۍ کې د دريو پرمختيايي پروژو د بنسټ ډبرې کيښودل شوې .
په دغو پروژوکې د سړکونو او د دوو استنادي ډيوالونو جوړول شامل دى .
د پروان دکليو د بيا جوړولو او پراختيا د ادارې د رسنيو مسوول محمدصبور باخترآژانس ته وويل چې دغه پروژې دملي پيوستون دپروګرام له خوا د دريو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي .
ددغو پروژو په چوکاټ کې د سيد خيلو په ولسوالۍ کې د يو زرو دوه سوه کيلومترو په اوږدوالى سړکونه جوړيږي .
دوه نورې پروژې د دو ه سوه نوي مترو په اوږدوالى استنادي ډيوالونه جوړيږي.
دمشرانو جرګې غړى مولوي ميرحمدالله د دغو پروژو دجوړولو هرکلى وکړ او ويې ويل چې ددغو سړکونو په جوړولو سره د سلګونو کورنهيو د تګ راتګ ستونزې لرې کيږي .
ويل کيږي چې د سيد خيلو د ولسوالۍ اوسيدونکو ددغو پروژو دتطبيق دهرکلى له امله خپل په لسګونوکورونه او په سلګونو جريبه زراعتي ځمکې په وړيا ډول د دولت په واک کې ورکړي دي چې ددغه سړک په پراختيا کې شامل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته