ټولنه

د شهيدانو له يوې کورنۍ سره نږدې يو ميليون افغانۍ نغدي مرسته وشوه

ښرنه باختر د لړم د میاشتې ۱۶ مه
د پکتیکا ولایت په جانیخېلو ولسوالۍ له هغې کورنۍ سره د يو ميليون او سل زرو افغانیو نغدي مرسته وشوه چې،څو میاشتې مخکې یې د کورنۍ پنځلسو غړو ته د وسله والو طالبانو له لوري مرګ ژوبله اوښتې وه.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې ، په دغو مرستو سره د دوی خپل زامن او لوڼې نه هېریږي،خو دومره ده چې د ولایتي ادارې هیر نه دي او ځان ورسره په غم کې شريک ګڼي.
دی وایي له دې وړاندي یې هم له دغې کورنۍ  سره د خوراک،پوښاک او نورو اړینو توکومرستې کړې دي.
په ورته وخت کې بيا د هېواد د اجريیه رياست د اجرایوي چارو مشاویر سید عتیق الله ارګوني وویل چې، دوی تل هڅه کوي، د دغه ډول شهیدانو کورنیو لپاره لا زیاتې مرستې راجلب کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته