کابل، د سلواغې ۱۷مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د بادغیس ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او مشرانو سره وکتل.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې راغلو مشرانو او سپین ږیرو د بادغیس ولایت په اجتماعي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو خبرې وکړې او په هېواد کې یې د اسلامي امارت پر استقرار او د سرتاسري سولې او ثبات پر ټینګښت خوښي څرګنده کړه.
دوی زیاته کړه، د بادغیس ولسونو له کلونو درد او غم، ناامنیو او بې ثباتۍ راوروسته اوس په امنیت او هوساینه کې ژوند کوي چې له شک پرته دا چاره د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسؤلینو د زحمتونو او هڅو پایله ده.
راغلو مشرانو زیاته کړه، د بادغیس عالمانو او مجاهدینو په هېواد کې د اسلامي نظام د استقرار او د وطن د ازادۍ لپاره زیاتې قربانۍ ګاللي او په راتلونکي کې یې هم د ملاتړ لپاره هر ډول سرښندنو ته حاضر دي.
ورته مهال د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس مشرانو او سپین ږیرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د وطن د ازادۍ او اسلامي نظام د استقرار په برخه کې د دوی سرښندنې او قربانۍ وستایلې او ویې ویل چې دا نظام د دې خاورې د عالمانو او مجاهدینو د بې شمېره قربانیو او سرښندنو پایله ده چې د افغانستان په ټول مسلمان ولس پورې اړه لري او ملاتړي یې هم د هر وګړي اسلامي او ملي وجیبه ده.