امنیت

په تخار کې د دريو تنو ډاراچونکو وژل کيدل

تالقان باختر دغويي دمياشتې ٦ نيټه :    درې تنه ډاراچوونکي تيره شپه په تخارولايت کې ووژل شول.    دتخارولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير باخترآژانس ته  وويل؛  دغه  ډاراچوونکي له وخت  ووژل شول  چې د (( خندق ))  په نامه  يولړ ډله  ييز بريدونه يې دتخارولايت دينګي قلعه ولسوالۍ په څو استقامتونو  پيل کړل.   اسير زياته کړه  ډاراچوونکي په  دغو بريدونو کې دامنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول  چې له امله يې درې تنه ووژل شول اوڅلور تنه نور ټپيان شول او يوشميرنور يې له سيمې څخه وتښتيدل.      پاې ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته