ورزش

د هېواد د کرکټ ملي ټيم د عمان له ټيم سره سيالي کوي

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٥
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن په متحده عربي اماراتوکې د عمان د کرکټ له ټيم سره سيالي کوي.
د کرکټ بورد د خپرونو مسوول عزيز غروال نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په متحده عربي اماراتو کې د عمان دکرکټ له ملي ټيم سره يوه درې ورځنۍ سيالۍ ترسره کوي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه لوبه د افغانستان په وخت نن له غرمې مخکې په يوولسو بجو پيل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته