جلال آباد باختردليندۍ دمياشتې١٨ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې دبيلابيلو جنايي پيښو په تور ١٥ تنه ونيول شول.
دغه کسان په تيرو ٢٤ ساعتو کې دننګرهارولايت په ګوټ ګوټ کې دځانګړو عملياتو اود پلټنې په بهيرکې ونيول شول.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باختر
آژانس ته وويل چې په نيول شويو کسانو دغلا، وژنې ، دنشه يي توکو دقاچاقو او دانسان تښتونې تورلګول شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ