ورزش

دارش ټيم خپل سيال ته ماتې ورکړه

کابل باختر  دلړم  درې ويشتمه :
په هرات کې دفوټبال ددويم لاس دليګ سياليو نن سهار په يوې لوبې سره دوام وکړ .
دهرات دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله  نوروزي  باختراژانس ته وويل:  دغه لوبه چې دخراسان او ارش دټيمونو ترمنځ وشوه لوبه دصفر په وړاندې په پنځو سره دارش ټيم په ګټه  پاى ته  ورسيده .
دنوروزي  دڅرګندونوله مخې  دفوټبال ددويم لاس دليګ سيالۍ ددولسو ټيمونو په ګډون په هرات کې پيل شوې دي او هره ورځ په يوې لوبې سره دوام کوي. .
ديوبل خبر له مخې دهرات دفوټبال   دغوره ليګ سياليو نن مازيګر په يوې لوبې سره دوام کوي .
دغه لوبه داستقلال  او  صرافانو دټيمونو ترمنځ کيږي دفوټبال  دغوره ليک سيالۍ داتو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوي دي او په پرونۍ لوبه کې سرخ پوشانو ټيم ددوو په وړاندې په دريو سره دپيمان ټيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته