اقتصاد

په دوو اوونيوکې ٢٨٥ ټنه بوره توليد شوې ده

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٤ :
د بغلان ولايت د شکرې فابريکه په ديارلسو ورځوکې ٢٨٥ ټنه بوره توليد       کړې ده .
د بغلان د شکرې فابريکې رئيس الحاج غلام سخي باختر آژانس ته وويل:
د بغلان د شکرې فابريکې د فعاليت په نتيجه کې له درې زره شپږ سوه درې ديرش ټنو جغندرو څخه په استفادې سره  په ديارلسو ورځوکې  ٢٨٥ ټنه بوره  توليد کړې ده .
د بغلان د شکرې فابريکې رئيس وويل: په بغلان ولايت کې د جغندرو د کرکيلې  د کمښت اساسي او مهم عامل نا امنۍ ، د نباتي آفتونوخپريدل او له بله پلوه  د ځمکې د غاصبينو له خوا د دغه شرکت د ملکيتونو غصبول او د کرنې او اوبولګولو په ګډون د يوشمېر سکتوري ادارو د همکارۍ د روحيې نشتوالى د دې سبب شوي دي چې د جغندرو د کرکيلې کچه ټيټه شي.
د بغلان د شکرې فابريکې رئيس د لازمې بودجې نشتوالى او د جغندرو د بيې ټيټوالى د دغې فابريکې له نورو ستونزو څخه وبلل.
ده په دې ترڅ کې چې جغندرو ته د دغې فابريکې کلنى اړتيا څه د پاسه سل زره ټنه وبلله زياته يې کړه: د فابرېکې د اړتيا وړ اوومه موادو د برابرولو په صورت کې د خلکو د اړتيا وړ بورې په برابرولو برسيره څه د پاسه پنځه سوه تنو کارګرانو ته د کار زمينه هم برابريږي.
د ده دڅرګندونوله مخې: اوس د ډنډ غوري، چشمه شير، زاړه بغلان او د مرکزي بغلان په ساحوکې د دغه شرکت څه دپاسه پنځلس زره جريبه ځمکه د غاصبينو په واک کې ده. که چېرې دغه ځمکې له غاصبينوڅخه واخيستل شي؛ د اوومه موادو له پلوه به تر يوې اندازې پورې د شکرې د فابرېکې ستونزې لرې شي .
د يادونې وړ ده: دبغلان د شکرې فابريکه چې په  ١٣١٩ کال کې په فعاليت پيل کړى و؛ د نا امنيو او د کورنيو جګړو له امله د هغه فعاليت په ١٣٦٩ کال کې له ډب سره مخامخ شوچې په پاى کې په ١٣٨٤ کال کې د آلمان په مرسته له بيا رغاونې وروسته بيا په فعاليت پيل وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته