امنیت

ناپېژاندو کسانو په قندهار ښار کې نږدې درې مېلیونه کالدارې وړې دي

– کابل / د کب ۵ مه / باختر
د قندهار د مرکز اړوند لسمې حوزې په مربوطاتو کې نن له غرمې وروسته ناپېژاندو وسله والو پر دوو صرافانو ډزې کړې او نږدې درې مېلیونه پاکستانۍ کالدارې یې هم ترې وړې دي.
د لسمې حوزې مرستیال زلمي اسلمي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په ‌‌‌ډزو کې یو صراف وژل شوی او بل ټپي دی.
هغه وايي چې د بریدګرو د نیولو لپاره پولیسو هڅې پيل کړې دي.
پای/وصال

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا