سیاستTOP

جمهوررييس غني خوست ته لاړ

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر
د هېواد جمهوررييس محمد اشرف غني د افغانستان د پنځم نړيوال هوايي ډګر د پرانيستلو لپاره نن سهار خوست ته لاړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ جمهوري رياست د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې جمهوررييس محمد اشرف غني په افغانستان کې د پنځم نړيوال هوايي ډګر په توګه د خوست هوايي ډګر د پرانيستلو په خاطر دغه ولايت ته سفر وکړ.
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې جمهوررييس به د خوست هوايي ډګر د پرانيستلو ترڅنګ د دغه ولايت له امنيتي مسوولينو او د خلکو له بېلابېلو قشرونو سره هم وګوري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته