امنیت

ننګرهار کې یو داعش د سولې له بهیر سره یوځای شو

کابل باختر د غبرګولي د میاشتې ۲۳ مه
د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو داعش له یوې کلاشینکوف سره د سولې له بهیر سره یوځای شو.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې، څلوېښت کلن امین الله د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسواليو کې د دولت ضد فعالیتونه ترسره کول، خو اوس یې د حقیقت په درک کولو سره له جګړې لاس واخیست او د سولې له بهیر سره یوځای شو.
د یو بل خبر له مخې، د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په باباخېلو سیمه کې د یوه ماین د چاودنې له امله یو تن بزګر ټپي شوی دی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته